Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د عدالت نړیوالې محکمې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو اشغال ناقانونه وگاڼه.
    افغانستان

    د عدالت نړیوالې محکمې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو اشغال ناقانونه وگاڼه.

    عمران آغاعمران آغا20 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عدالت نړیوالې محکمې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو حضور ناقانونه بللی دی او د ژر تر ژره د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

    یادې محکمې اعلان کړی، چې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیل حضور ناقانوني دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

    د عدالت نړیوالې محکمې وايي، اسرائیل د یوه اشغالگر هېواد په توگه په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځه برخه کې له خپلې خاورې سره د فلسطیني ځمکو د یوځای کولو، په دې سیمو کې د دایمي کنټرول او د یهودي مېشت‌ځایونو د جوړولو لپاره له خپل ځواک څخه کار اخلي.

    یادې محکمې په خپل بیان کې ویلي، د فلسطین په نیول شوو سیمو کې د اسرائیل شتون ناقانونی دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

    د عدالت نړیوالې محکمې د قاضیانو د پینځلس کسیزې ډلې مشر لبناني حقوق پوه نواف السالم ویلي، د قاضیانو پلاوی دې نتیجې ته رسېدلی چې په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځ کې د یهودانو استوگنول او د دغه هېواد په ختیځ کې یهودي مېشت‌ځایونه د جینیوا د څلورم کنوانسیون د ۴۹ مادې سرغړونه کوي.

    د السالم په خبره، د جنیوا د څلورم کنوانسیون ۴۹ ماده په نیول شوو سیمو کې د “جبري انتقال او اخراج” مسئلې ته ځانگړې شوې چې په یوه برخه کې یې راغلي چې “نیواکگر حکومت نه شي کولی خپل نفوس یا د هغه یوه برخه هغو ځمکو ته انتقال کړي چې اشغال کړې یې دي.

    یادې محکمې همدارنگه ویلي، اسرائیل باید د دوی د اشغال له امله اوښتي زیانونه هم جبران کړي.: «د ملگرو ملتونو عالي محکمې له نولس سوه اووه شپیتم کال راهیسې د اسرائیلو لخوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په تړاو خپله پرېکړه کې اسرائیلو ته ویلي چې باید لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د مېشتونې فعالیتونه ودروي او په دغو سیمو او غزه کې خپل ناقانونه حضور ژر تر ژره پای ته ورسوي.»

    د عدالت نړیوالې محکمې د بیان له مخې، اسرائیلو په همدې موده کې د فلسطین طبیعي زېرمې هم کارولې او هم یې د خپلواکۍ حق هم ترې اخیستی او د دې غرامت باید هم ورکړي.

    صهیونیستي رژیم د ۱۹۶۷ز کال راهیسې په لوېدیځه غاړه او بیت المقدس کې د ۷سوه زره یهودانو لپاره ۱۶۰ ښارگوټي رغولي دي او یهودان یې پکې مېشت کړي دي.

    د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د عدالت نړیوالې محکمې اوسنۍ پرېکړه ستایلې ده او اسرائیلو یې په توکم‌وژنه تورن کړي دي.

    د عدالت نړیوالې محکمې اوسنۍ پرېکړه له هغې قضیې جلا ده، چې سوېلي افریقا اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو په ټولوژنه تورن کړي دي.

    مخکینۍ مقالهتورخم کې امنیتي ځواکونو یو تن د جعلي وېزې سره نیولی.
    راتلونکي مقاله پاکستان د غرقېدو په درشل کې.

    مربوطه لیکنې

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    17 دسمبر 2025

    ۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي

    17 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.