د هېواد له بېلابېلو ولايتونو يو شمېر صنعتګرو او سوداګرو ښځو په ياد نندراتون کې لاسي صنايع، لبنيات، هنري اثار، او نور سيمه ايز توليدات نندارې ته وړاندې کړي.
د باميانو والي مولوي عبد الله سرحدي وايي: هڅه کوي باميانو کې ښځو ته په کور دننه کاري فرصتونه رامنځته او د دوی تولید شوي توکي او لاسي صنايع په هېواد دننه او باندې بازارونو ته ورسوي.
همدا رنګه د باميانو د صنعت او سوداګرۍ رئييس محمد حافظ نورزی وايي: په ياد نندارتون کې د باميانو او ګاونډي ولايتونو سربېره له مرکز کابل څخه هم يو شمېر شرکتونو ګډون کړی او خپل توليدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.
سوداګره شريفه احمد وايي: ياد نندارتون د دوی د توليداتو د پلور لپاره ډېر ګټور دی او له داخلي پېرېدونکو سربېره يو شمېر خارجي پېرېدونکي هم لري.
د نندراتون د تنظيموونکو په خبره په ياد نندارتون کې شاوخوا ۱۸۰ غرفې اېښودل شوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې د ښځينه وو لپاره ځانګړې شوې دي او په وينا یې په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په يو شمېر نورو ولايتونو او له هېواد باندې هم دې ته ورته نندارتونونه جوړ کړي.