د بښنې نړیوال سازمان، نړیواله ټولنه د اسرائیلو د حساب ورکولو په برخه کې پر پاتې راتلو تورنه کړې او ویلي یې دي، چې نړیوالې ټولنې پر اسرائیلو کافي فشار نه دی راوړی، څو د عدالت نړیوالې محکمې له حکمونو اطاعت وکړي.
دغه سازمان نن شنبه ویلي، چې په غزه کې لا هم نږدې دوه میلیونه کسان سرپناه ته اړتیا لري، هېڅ روغتون په بشپړ ډول فعال نه دی او ۱.۴ میلیونه کسان د لوږې له بحراني کچې سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، له اوربند وروسته اسرائیلي ځواکونو په غزه کې له ۱۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهيدان کړي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د غزې بیارغونه باید د نړیوالو قوانینو، عدالت او د قربانیانو د حقونو پر بنسټ ترسره شي.
سازمان خبرداری ورکړی، چې د حساب ورکولو په برخه کې دوامداره بېپامي د فلسطینیانو پر وړاندې د نورو سرغړونو زمینه برابروي.


