Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په کابل او بلخ کې د گڼو ښوونځیو او مدرسو پرانیستې او د بنسټ ډبرې یې اېښودل شوي.
    افغانستان

    په کابل او بلخ کې د گڼو ښوونځیو او مدرسو پرانیستې او د بنسټ ډبرې یې اېښودل شوي.

    عمران آغاعمران آغا23 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پوهنې وزارت وايي، په کابل کې یې د پینځو بابو ښوونځیو د جوړولو د بنسټ ډبرې ايښې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل په سروبي، بگرامیو، قره‌باغ او شکر درې ولسوالیو کې یې د پینځو ښوونځیو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

    د خبرپاڼې له مخې، په بگرامیو ولسوالۍ کې د میرویس مېنې او چشمه‌وکا ۲ بابه لومړني ښوونځي، د سروبي ولسوالۍ د بزک‌خېل لومړنی ښوونځی، په قره‌باغ ولسوالۍ کې د قلعه‌باز لومړنی ښوونځی او په شکر درې ولسوالۍ کې د یو منځني ښوونځي د جوړولو چارې یې پیل کړې دي.: «د پورتنیو ښوونیزو بنسټونو له جملې څخه د هر یو ښوونځي ودانۍ ۶ درسي ټولگي، يوه اداري خونه او نور اړین ملحقاتبه ولري او ټولیز لگښت یې ۵۵ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د “وطن پرمختیا او نوښت موسسې” له لوري تمویلېږي.»

    همدارنگه د شکر درې ولسوالۍ منځنی ښوونځی هم ۶ درسي ټولگي، ۲ اداري خونې او نور اړین ملحقات به ولري، د ۱۰ مېلیونه ۵۴۶ زره ۴۷۲ افغانیو لگښت سره جوړېږي.

    د یو بل خبر له مخې، د پوهنې چارسمبالي وزیر په بلخ کې یو شمېر مدرسې او ښوونځي پرانیستي دي.

    د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پوهنې چارسمبالي وزیر حبیب الله اغا د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې «د المهتدون مدرسه»، چې ۳۵ مېلیونه افغانۍ لگښت پرې راغلی. همدا راز په نهر شاهي ولسوالۍ کې «د حنیفه البیضاء مدرسه»، چې ۱۱ مېلیونه افغانۍ لگښت پرې راغلی دی. په مزارشریف ښار کې د حسن بن علي« کرم الله وجهه» دیني مدرسه، چې د ۴ مېلیونه افغانیو لگښت سره جوړه شوې ده. د مرکز اړوند هوايي بلاکونو عالي لېسه، چې د ۳۸ مېلیونه ۳۸۷ زره ۸۰۰ افغانیو په ارزښت یې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. په مزارشریف کې «د مهجوبه هروي لومړني ښوونځي ودانۍ » چې په جوړولو یې ۲۵ مېلیونه ۶۶۰ زره ۲۵۰ افغانۍ لگښت راغلی. په مارمل ولسوالۍ کې «د ملا افغان منځنی ښوونځی»، چې د ۸ مېلیونه ۲۵۲ زره ۶۴۷ افغانیو لگښت سره جوړ شوی دی، پرانیستې دي.

    د يادونې وړ ده، د بلخ عالي دارالعلوم هم د پورتنيو ښوونیز بنسټونو د ودانيزو پروژو له جملې څخه دى، چې په دې وروستيو کې يې د جوړېدو چارې پيل شوې او لگښت يې ۵ مېليونه افغانۍ اټکل شوى دى.
    که څه هم د هېواد په گوټ ـ گوټ کې گڼ ښوونځي او مدرسې جوړې شوي؛ خو د ښوونځیو او ښوونکو کیفیت ته چندان پام نه دی ښوی. په سږني کانکور کې د کانکور عمومي اولنمره له حکومتي ښوونځي څخه فارغ شوی و او پاتې ۹ کسان یې د خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکي وو.

    مخکینۍ مقالهباميانو کې د ښځو د سوداګرۍ د ودې په موخه نندراتون جوړ شو.
    راتلونکي مقاله له خپلواکۍ راوروسته له فقر او بېکارۍ سره د مبارزې په موخه د کار ملي کنفرانس دایر شو.

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    پر اسرائیلي رژیم د ایران وروستي برید ته د ټرمپ غبرګون؛ هیله کوم اوربند مه نقضوئ

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه‌شنبه (د چنګاښ درېیمه) پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران…

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر اسرائیلي رژیم د ایران وروستي برید ته د ټرمپ غبرګون؛ هیله کوم اوربند مه نقضوئ

    24 جون 2025

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.