Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اوچا: په تېرو دوو کلونو کې ۱۰۰۰ ماشومان د ناچاودېدونکو توکو قرباني شوي.
    افغانستان

    اوچا: په تېرو دوو کلونو کې ۱۰۰۰ ماشومان د ناچاودېدونکو توکو قرباني شوي.

    عمران آغاعمران آغا23 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملگرو ملتونو د همغږۍ اداره(اوچا) وايي، په افغانستان کې ماشومان د ناچاودېدونکو توکو اصلي قربانیان دي، چې په سلو کې ۸۸ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.

    یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو توکو په چاودنو کې ۲۹۲ تنه قرباني شوي دي، چې ۵۰ سلنه پېښې له ناچاوده توکو سره د ماشومانو د لوبو پر مهال رامنځته شوي دي.:«د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر جون میاشت پورې په ټوله کې ۲۹۲ ملکي تلفات ثبت شوي چې د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۸۸ سلنه قربانیان ماشومانو دي چې کابو ۵۰ سلنه پېښې د ماشومانو د لوبو پر مهال او ۱۵ سلنه یې د اوسپنیزو توکو د راټولولو پر مهال رامنځته شوې دي.»

    د یادې ادارې د راپور پر بنسټ، که په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې تمویل نه‌شي؛ نو په افغانستان کې به د ۳.۴ مېلیونه وگړو ژوند له گواښ سره مخ شي.:«په ټول هېواد کې هره میاشت چاودېدونکي توکي ۱۱۰ تنه وژني. پرو سږکال د دغو قربانیو ۸۹ سلنه ماشومان وو. له ۱۹۸۹ ز کال راهیسې په افغانستان کې ۴۵ زره کسان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د پاتې شونو قرباني شوي دي.»

    د ملگرو ملتونو د همغږۍ ادارې(اوچا) ویلي، د روان کال تر پایه د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دي او افغانستان یې د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې یاد کړی، چې تر ټولو ډېر ځمکني ماینونه لري. :«افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر ټولو ډېر پر ځمکنیو ماینونو او د جگړې له پاتې شونو ککړ دی او دا د بیارغونې او ثبات د ټینگښت لپاره د پام وړ خنډونه جوړوي.»

    په دې راپور کې ویل شوي، د ټول افغانستان یو اعشاریه دوه مېلیون متر مربع ځمکه له ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده او د افغانستان په ککړو ځمکو کې ۲۶۲ ولسوالۍ دي.

    همدا راز په دې راپور کې ویلي، د ماشومانو له لوري د فلزي او سپنیزو توکو راټولول او له ناچاودو توکو سره د ماشومانو نه بلدتیا هغه لاملونه دي، چې گڼ قربانیان یې هم ماشومان دي.

    د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست وایي د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ماین پاکۍ ۲۸۲ ډلې فعالیت لري او تر دې دمه یې زرگونه ماینونه شنډ کړي دي.

    په افغانستان کې ډېری ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل نه پاتې دي او د امریکايي یرغل پر مهال هم گڼ ماینونه ښخ شوي، چې نږدۍ میاشت د لسگونه کسانو ژوند اخلي.

    مخکینۍ مقالهله خپلواکۍ راوروسته له فقر او بېکارۍ سره د مبارزې په موخه د کار ملي کنفرانس دایر شو.
    راتلونکي مقاله کابل کې د شر او فساد ډلې یو غړی نیول شوی.

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    پر اسرائیلي رژیم د ایران وروستي برید ته د ټرمپ غبرګون؛ هیله کوم اوربند مه نقضوئ

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه‌شنبه (د چنګاښ درېیمه) پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران…

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر اسرائیلي رژیم د ایران وروستي برید ته د ټرمپ غبرګون؛ هیله کوم اوربند مه نقضوئ

    24 جون 2025

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.