Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مسیر ورځپاڼه: مس‌عینک کان د استخراج چارې به زرگونه کاري فرصتونه برابر کړي
    افغانستان

    مسیر ورځپاڼه: مس‌عینک کان د استخراج چارې به زرگونه کاري فرصتونه برابر کړي

    صابر افغانصابر افغان23 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له کابله خپرېدونکې (مسیر) ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د مس‌عینک کان په استخراج باندې بحث کړی دی.

    ورځپاڼي لیکلي: پرون د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي وو، چې د مس‌عینک کان چارې به د روانې اوونۍ په پای کې پیل شي.: «مس عینک کان کې د عملي کار پیلېدل د افغانستان لپاره یو ښه خبر او لوی گام دی چې د دغه هېواد اقتصادي پرمختگ ته وده ورکوي؛ دا پرېکړه د مخکېني او اوسني افغان سرپرست حکومت او تړون لرونکې کمپنۍ د اوږدو کلونو ژمنو عملي کېدو په لور لومړی اساسي گام ښکاري چې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې به مثبت بدلون راولي؛ د مس‌عینک کان چې د کابل سوېل ختیځ ۴۰ کیلومترۍ کې د لوگر په یوې بې‌حاصلې سیمه کې موقعیت لري، په نړۍ کې د مسو تر ټولو ستر کان دی او د افغانستان د یوې طبیعي پانگې د سرچینې په توگه شمېرل کېږي.»

    د سرلیکنې له مخې، د مس‌عینک کان د استخراج پیل به په سیمه کې د زرگونو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي او د هیواد اقتصادي وضعیت ته به گټه ورسوي.:«دا د افغانستان لپاره یو لوی او مهم گام دی چې د دغه هېواد اقتصادي پرمختگ ته وده ورکوي؛ د مس‌عینک په کان کې د مسو د زېرمې کچه، څه باندې ۱۱ مېلیون ټنو ته رسېږي، چې دا د افغانستان د اقتصادي وضعیت لپاره یو لوی فرصت دی.»

    په سرلیکنه کې ویل شوي، د دغه کان تړون په ۲۰۰۸ز کال کې د ام‌سي‌سي له چینايي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره شوی؛ خو د بېلابېلو دلیلونو له مخې د دغه کان د استخراج چارې پیل نه‌شوې.: «افغان سرپرست حکومت ته په کار ده چې د تړون جدي‌ څارنې تر څنگ تړوني کمپنۍ سره په همغږۍ کار وکړي او شته خنډونه له مخې ژر تر ژره لرې کړي‌ ترڅو د مس عینک کان استخراج چارې په بریالیتوب سره تر سره شي او د افغانستان اقتصادي پرمختگ ته وده ورکړي.

    د دې کان عملي کار پیل د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره یو مهم گام دی او د دې هېواد وگړو ته به د کار او پرمختگ فرصتونه برابر کړي.

    له دې امله، افغان حکومت او تړون لرونکې کمپنۍ باید خپلې ژمنې عملي کړي او د دې سترې پروژې په بریا کې ونډه واخلي.»

    د سرلیکنې د لیکوال په باور، د مس عینک کان استخراج به نه یوازې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کړي، بلکې د نړیوالو پانگه‌والو لپاره به هم د افغانستان د کانونو سکتور جذاب کړي.

    دا به د نورو ستراتیژیکو پروژو د پیل لپاره هم یو ښه مثال وي او د هېواد په پراختیا کې به لوی رول ولوبوي. په دې توگه، د مس عینک کان د استخراج پیل د افغانستان د اقتصادي پرمختگ لپاره یو نیک او مثبت گام دی چې ټول افغانان یې هرکلی کوي.

    مخکینۍ مقالهپه غور او دایکندي کې په زیاته اندازه نشه‌يي توکي نیول شوي
    راتلونکي مقاله امریکايي مرستې څومره واقعي دي او چېرته لګول کېږي؟!

    مربوطه لیکنې

    مولوي اميرخان متقي او دیمیتري ژيرنوف د افغانستان او روسیې د اړيکو په نوي پړاو خبرې کړي

    1 جون 2025

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 جون 2025

    سعودي عربستان او قطر د سوریې د عامه سکتور کارکوونکو د درې مياشتو معاش ورکوي

    د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان او قطر په یوه ګډ…

    مولوي اميرخان متقي او دیمیتري ژيرنوف د افغانستان او روسیې د اړيکو په نوي پړاو خبرې کړي

    1 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سعودي عربستان او قطر د سوریې د عامه سکتور کارکوونکو د درې مياشتو معاش ورکوي

    1 جون 2025

    مولوي اميرخان متقي او دیمیتري ژيرنوف د افغانستان او روسیې د اړيکو په نوي پړاو خبرې کړي

    1 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.