د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړهییزو گډو زدهکړو له قومندانۍ څخه یې ۶۶۳ تنه ځوان منسوبین فارغ کړي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله جگړهییزو گډو زدهکړو قوماندانۍ څخه ۶۶۳ تنه ځوان منسوبین چې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د پوځي اکاډمۍ له پينځلسمې دورې څخه فارغ شوي وو، د توپچي، نښې ویشتنې، سرحدي او بېلابیلو مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو عملي زدهکړو څخه وروسته د یو لړ ځانگړو مراسمو کې فارغ شول.
په خبرپاڼه کې له فارغ شوو منسوبینو غوښتل شوي، چې خپلو دندو ته پام وکړي، د هېواد پولې وساتي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او د هېواد د دُښمنانو پر وړاندې زړهوره مبارزه وکړي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د کابل په گډون د هېواد په بېلابېلو قول اردوگانو زرگونه ځوانان په نظامي زدهکړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته د ملي اردو لیکو ته ولېږل شي.
ملي دفاع وزارت د نوې اردو د روزنې سربېره زرگونه هغه وسایط هم بېرته ترمیم کړي، چې په تېر حکومت کې تخریب شوي وو.