Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغان حاجیانو د راستنېدنې لړۍ پای ته ورسېده.
    افغانستان

    د افغان حاجیانو د راستنېدنې لړۍ پای ته ورسېده.

    عمران آغاعمران آغا24 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د سږني حج په مراسمو کې د گډون کوونکو افغان حاجیانو د راستنېدنې لړۍ پای ته رسېدلې ده.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰زره سهمیه ورکړل شوې وه.:«د سعودي عربستان له لوري د حج (۳۰۰۰۰) راکړل شوې سهمیې مطابق حرمینو شریفینو ته ټول حاجیان ولېږدول شول؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دغې ملي پروسې د لا ښه پرمخ بېولو په منظور د هېواد د څلورو زونونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) د حاجیانو په مجتمعاتو، هوایي ډگرونو او نورو اړونده ځایونو کې او دغه راز په سعودي عربستان کې گڼې مختلفي کمېټې جوړي کړې وې چې د دغو کمېټو په ذریعه د حج دغه لویه پروسه په ښه ډول سره مدیریت شوه.»

    د خبرپاڼې له مخې، سعودي عربستان ته د حاجیانو لېږد او رالېږد د دوو هوايي شرکتونو (آریانا افغان او کام ایر) له لوري تر سره شو، چې د حاجیانو لومړی پرواز د ذوالقعدة الحرام په اوله نېټه شروع شو او د (۹۴) پروازونو په ترڅ کې د هېواد د څلورو پروازي زونونو له هوایي ډگرونو څخه (۳۰۰۰۰) دېرش زره حاجیان سعودي عربستان ته ولېږدول شول.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان حاجیانو وروستۍ الوتنه کې ۶۲۱ تنه و، چې د کندهار هوايي ډگر ته راورسېدل.: «حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې (مسجد حرام او مسجد نبوي) ته نږدې استوگنځایونه نیول شوي وو، چې ټولو افغان حاجیانو ته درې وخته (سهار، غرمه او ماښام) ښه مناسب او سالم خواړه ورکول کېدل او د تغذیې د کمېټې له لوري د خوړو د وېش له بهیر او کیفیت څخه جدي څارنه کېده.»

    همدا راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، په مکه‌مکرمه کې ۷۳۷۱ تنه او په مدینه‌منوره کې ۴۸۱۶تنو درملنه شوې.:«د افغانستان د حاجيانو مرگ‌ژوبله د تېرو کلونو په پرتله او دغه راز د نورو هېوادونو په مقایسه ډېره کمه وه، چې په مجموعې توگه (۲۷) تنه حاجيان په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د بېلابېلو پېښو له کبله وفات شوي دي چې له دې جملې څخه دوه تنه په ترافیکی پېښه کې، یو تن د لوړ فشار لرلو له امله، یو تن د زړه د تکلیف له وجې، یو تن د شکر تکلیف لرلو له کبله، یو تن د گرمۍ د شدت له امله او پاتې (۲۱) تنه د طبیعي مرگونو له کبله وفات شوي دي.»

    په نورو کلونو کې به افغان حاجیانو شکایت کاوه، چې پیسې ترې ډېرې اخیستل کېږي؛ خو د نورو هېوادونو په شان افغان حاجیانو لازمې اسانتیاوې نه لري؛ سږ کال تر اوسه د افغان حاجیانو کوم شکایت ثبت شوی نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه شمال زون کې یو مېلیارد زاړه بانک نوټونه سوځول شوي.
    راتلونکي مقاله تېره یک‌شنبه د نړۍ په کچه تر ټولو توده ورځ ثبت شوه.

    مربوطه لیکنې

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026

    په کابل کې د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    2 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 3 سپتمبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    3 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.