د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د کندهار د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت په لومړۍ او لسمه ناحیه کې د نشهيي توکو د پلور او لېږدو په تړا درې کسان له ۷۰۰ عده ټابلېټکا گولیو او ۴۶ کیلو گرامه تریاکو سره یو ځای نیول شوي دي.
له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي کسان تر پوښتنو گرېږونو لاندې دي او د دوسیو د بشپړېدو وروسته به عدلي ـ قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.
همدارنگه یاد معینیت ویلي، د هېواد په دوو ولایتونو کې ۱۴۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.: «د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په همکارۍ د هېواد په دوو هلمند او بلخ ولایتونو کې ۱۴۰ تنه روږدي کسان چې مخکې د یادو ولایتونو له مختلفو سیمو څخه را ټول شوي وو له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. له منځه يې ۱۰۰ تنه روږدي هلمند کې او ۴۰ تنه روږدي بلخ کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.»
که څه هم په هېواد کې د کوکنارو او چرسو کرل صفر شوي؛ خو د نشهيي توکو کاروباریانو له لوري اوسمهال د شیشې، ټابلېټکا، هیروینو او نورو نشهيي توکو د پلور او قاچاق بازار تود شوی، چې په همدې تړاو هره ورځ لسگونه تنه نیول کېږي.