د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، پر افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول، بېځایه تورونه لګول او د مذاکراتو د بهیرونو سبوتاژ کول د پاکستان ستونزې نه شي حل کولای.
مجاهد زیاتوي، چې په پاکستان کې سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه منفي اغېزې لري.
نوموړي د پاکستاني چارواکو له خوا پر افغانستان د تورونو لګول او د ستونزو د حل پر ځای پر تبلیغاتو تمرکز ناکامه تګلاره بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي.
د افغان حکومت ویاند همدارنګه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د خپلو سیاستوالو او ولسونو مشورو ته غوږ ونیسي او د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.


