کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د څلورمې ناحیې اړوند د مېوو او ترکاري مارکېټ شاته سیمه کې (۹۸) جریبه غصب شوې ځمکه، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ بېرته راوگرځول شوه.
د څلورمې ناحیې رئیس عبدالرحمن رباني وايي، په یاده سیمه کې له پرلهپسې خبرتیاوو وروسته د غاصبانو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړل شول او اوسمهال یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده، چې خپل پراختیايي پلانونه به پکې پلي کړي.
نوموړي زیاته کړه، یاده ځمکه کلونه وړاندې د یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو له لوري په بېلابېلو پلمو غصب شوې وه. :«دوی په دې توانیدلي دي چې په تېر یوه کال کې د یادې ناحیې په کچه (۱۴۳) جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وگرځوي.»
د رباني په خبره، کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې د ښار په کچه غصب شوې ځمکې بېرته را وگرځوي او په هغو کې د غاصبانو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ کړي.
د کابل ښاروالۍ سربېره د بېلابېلو ادارو له لوري د کابل په گډون د هېواد په گوټ ـ گوټ کې زرگونه جریبه ځمکه بېرته له غصب راگرځول شوې او دغه لړۍ اوس هم په چټکۍ روانه ده.