د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې د یوه عمومي روغتون د جوړولو پروژه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظور شوې ده، چې د جوړولو لګښت یې شاوخوا ۸۷ میلیونه افغانۍ او د بشپړېدو موده یې ۱۸ میاشتې ټاکل شوې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه روغتون به د اورګون ولسوالۍ په شپږ جریبه ځمکه کې جوړ شي او له ۳۰ تر ۵۰ بسترو ظرفیت به ولري.
سرچینه زیاتوي، چې د یاد روغتون د جوړولو لګښت د افغان حکومت له بودجې ورکول کېږي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.


