برېټانوۍ ګارډين ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې سعودي او امارات په يمن کې د حوثيانو پر ضد د پوځي همکاریو پر بيا پيل هوکړه کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ، امارات به په سویل کې د عمالقه ځواکونو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي او رياض به د هغوی لپاره هوايي ملاتړ چمتو کړي.
ګارډین لیکلي، دغه نوې هوکړه لا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو شنونکي یې د ریاض او ابوظبۍ ترمنځ د ژورو پخوانیو اختلافاتو د کمېدو لومړنۍ څرګنده نښه بولي.
پر سعودي عربستان د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو دوام او همدارنګه په ځینو سیمو کې د دوی وروستیو پرمختګونو، دواړه ګاونډي هېوادونه اړ کړي چې یو ځل بیا خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
متحده عربي امارات د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې په یمن کې خپل پوځي حضور او مالي مرستې وځنډولې چې د دوی او سعودي عربستان ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل.
دا تر هغې وروسته وو، چې د سعودي جنګي الوتکو په سویل کې د بېلتونپالو ځواکونو لپاره د امارات د وسلو پر استول شویو جوپو بریدونه وکړل.


