د مشرتابه په حکم، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولايتونو د مرستيالانو، اړوندو ولايتي رئيسانو، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او په سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت استازو په ګډون، ډيورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه او نورو سرحدي سيمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره په ټولو سرحدي ولایتونو کې د سرحدي سیمو د خلکو د ستونزو د حل لپاره کمېټې جوړېږي .
دغه کمېټې به د يادو سيمو د اوسېدونکو لپاره لومړني خدمات، د ديني او عصري زده کړو، روغتيا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې تشخیص او تثبیت کوي او عملا به د یادو سیمو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په حکم کې د ماليې محترم وزارت ته سپارښتنه شوې، چې دغې کمېټې ته د اړتيا وړ بودجې په برابرولو کې ګامونه واخلي.
د شنونکو په وينا په دغه اقدام سره به د افغانستان د ټولو سرحدي سیمو د خلکو مشکلاتوته تر ممکنه حده رسیدنه وشي او د هغوی اړتیاوې به پوره کړل شي.