د کورنیو چارو وزارت وايي، د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت اړوند د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ساتنې قطعې قومندانۍ له قرارگاه څخه ۱۰۰ تنه ساتونکي له نظامي، مسلکي او عقیدتي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ او د ملي شتمنیو په موخه ټولنې ته وړاندې شول.
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تازه فارغ شوو ساتونکو په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې چمتو دي په ټول هېواد کې د امارتي، نړیوالو او خصوصي سکتور پروژو، په ځانگړي ډول د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژې ساتنه وکړي.
د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ لاره د افغانستان د مهمو اقتصادي لارو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د نړۍ له گڼو هېوادونو سره د اورگاډي له لارې سوداگري پیل شي.