د کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۱۸۵ تنه منسوبین فارغ شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ۱۸۵ تنه منسوبین د هلمند د پولیسو له ښوونيز او روزنیز مرکز څخه د مسلکي او عقیدتي زدهکړو بشپړولو ورسته فارغ شول.
په خبرپاڼه کې له فارغ شوو پولیسو غوښتل شوي، چې له خپلو خلکو سره نېک چلند وکړي او د شریعت په رڼا کې دې خپل مسوولیت په سمه توگه تر سره کړي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال زرگونه پولیس په مسلکي زدهکړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته به ټولنې ته وړاندې شي.
یاد وزارت ویلي، د پولیسو مسلکي کېدو ته پوره ژمنتیا لري او په نږدې وخت کې به ټول پولیس مسلکي کړي.