Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي مرستیال د نیمروز خلکو ته: ټولو ستونزو ته مو پر وخت رسېدنه کېږي
    افغانستان

    اقتصادي مرستیال د نیمروز خلکو ته: ټولو ستونزو ته مو پر وخت رسېدنه کېږي

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نیمروز د علماوو شورا له غړو سره لیدلي او د یاد ولایت ستونزې یې له نږدې اورېدلې دي.

    له اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د نیمروز د علماوو شورا د غړو سربېره د بهرنیو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د اوبو او انرژۍوزیرانو او د برېښنا شرکت رئیس هم حاضر وو.

    د نیمروز د علماوو شورا غړو ویلي، د نیمروز ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي.

    دوی د نیمروز مرکز زرنج سربېره لرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا رسول، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، په زرنج کې د مخابراتي شبکو تقویه او لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو پراختیا، د کرنې لپاره د ضرورت وړ اوبو برابرول او سرحدي ستونزو ته یې د رسېدنې ترڅنگ ځینې نورې ستونزې هم د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې.

    اقتصادي مرستیال ویلي، اوس‌مهال په هېواد کې په مختلفو سکټورونو کې پروژې پیل او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.:«له څه باندې څلور لسیزو وروسته د هېواد د آبادۍ فرصت برابر شوی خو ډېرې ستونزې په میراث را پاتې دي چې ټولو ته رسېدنه وخت او امکاناتو ته اړتیا لري، اسلامي امارت له خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوي چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو به په تدریج سره ټولې ستونزې حل شي.»

    نوموړي د نیمروز د علماوو شورا غړو له لوري شریکې شوې ستونزې اړوند وزارتونو او ادارو ته راجع کړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې د شته امکاناتو څخه دې په گټه اخیستنې د یاد ولایت ستونزو ته رسېدنه وشي.

    مخکینۍ مقالهپکتیکا کې زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړېږي
    راتلونکي مقاله په افغانستان کې د داعش واقعیتونه او د غرب تبلیغات!

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه له ۱۴ میله توپنچو سره نیولي

    23 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 23 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۲۹ ھ ق. ۲_پاکستان کې د پرځول شوي جمهوريت سفیر نجيب…

    د سوریې مرکزي بانک نوي بانک‌نوټونه چاپوي

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 اگست 2025

    د سوریې مرکزي بانک نوي بانک‌نوټونه چاپوي

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،007 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،950 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،973 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.