Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»امریکا پر سعودي عربستان د یرغلیزو وسلو د پلورلو بندیز لغو کړ
    نړۍ

    امریکا پر سعودي عربستان د یرغلیزو وسلو د پلورلو بندیز لغو کړ

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د (اګست نهم، زمري پر ۱۹) وویل چې د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن ادارې پر سعودي‌ عربستان باندې د یرغلیزو وسلو د پلورلو بندیز د لغو کولو تصمیم نیولی او ټاکل شوې چې په یمن کې د جګړې د ختمولو لپاره پر عربستان د فشار راوستلو پالیسې کې بدلون راولي.

    د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي‌ تائید کړې ده چې د جوبایډن اداره سعودي‌ عربستان ته د ځینو پوځي مهماتو د انتقال د بندیز د لیرې کولو تصمیم نیولی دی.

    دغه چارواکي‌ ویلي:‌ “موږ به د هر نوي ډول وسلو انتقال په جلا توګه او د متعارفو وسلو د انتقال له پالیسۍ سره سم په پام کې ونیسو.

    “د متحده ایالاتو په کانګرس کې هم یوې سرچینې رویټرز ته وویل چې د امریکا حکومت په دې اړه کانګرس ته خبر ورکړی دی او یوې بلې سرچینې ویلي چې راتلونکې اونۍ به پر سعودي عربستان باندې د وسلو پلورل له سره پیل شي.

    د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې د وسلو د پلورلو نړیوال تړونونه له نهايي‌ کېدو وړاندې باید د دغه هېواد د کانګرس له خوا بررسي شي.

    د بایډن د ادارې یو لوړ‌ پوړي چارواکي‌ رویټرز ته وویل: “سعودیانو پر خپلې ژمنې عمل وکړ او موږ هم چمتو یو چې پر خپل عهد وفا وکړو.

    “دغه حکومتي چارواکي وویل چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې سعودیانو او حوثیانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ پر اوربند توافق وکړ، عربستان پر یمن باندې هېڅ هوايي‌ برید نه دی کړی او د یمن له لوري هم بریدونه تر ډېره حده ودرول شوي‌ دي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړه:‌ “همدا شان د عربستان د دفاع وزارت له خوا او تر یو بریده د امریکايي روزونکو او سلاکارانو په همکارۍ په تېرو درېیو کلونو کې غیر نظامیانو ته د زیان اوښتلو د مخنیوي په برخه کې د مثبتو ګامونو پورته کول د یادونې وړ دي.

    “د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودي‌ عربستان چلند ته په کتو چې پکې غیر نظامیانو ته درانه تلفات واوښتل پر دغه هېواد د وسلو د پلورلو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.

    په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکو او دموکرات قانون جوړوونکو په یمن کې د سعودي‌ عربستان په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په ګډون یو شمېر نورو مواردو او د بشري‌ حقونو د نقض په اړه اندېښنو ته په اشارې پر دغه هېواد د یرغلیزو وسلو پلورل تر پوښتنې لاندې راوستل،‌ خو په یمن کې د جنګ په څرنګوالي کې له بدلون وروسته په دې اړه اندېښنې کمې شوې دي.

    د یمن جنګ په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو له خوا د څوو جنګونو برخه ګڼل کېږي.

    په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د پایتخت صنعا او زیات شمېر شمالي‌ سیمو له نیولو وروسته په یمن کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه؛ له دې څو میاشتې وروسته د سعودي‌ عربستان په مشرۍ ایتلاف هم په دې جنګ کې ښکیل شو او له ۲۰۱۵ کال راهیسې له باغیانو سره په جنګ اخته دی تر څو په یمن کې د نړیوالو له خوا منل شوی دولت بېرته واک ته ورسوي.

    د راپورونو له مخې د یمن په جنګ کې سلګونه زره کسان وژل شوي‌ او د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړ شوي‌ دي.

    مخکینۍ مقالهبهرنيو چارو وزارت: د غزې د روانې نسل وژنې مخنيوی دې وشي
    راتلونکي مقاله په ټولنه کې د بغاوت منفي اغیزې او د دوی د لارویانو د ځپلو د دوام اړتیا

    مربوطه لیکنې

    اندونیزیا او سریلانکا کې د سختو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۶۳۵ تنو ته لوړ شو

    1 دسمبر 2025

    د امریکا کالیفورنیا ایالت کې وسله‌وال برید ۱۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    30 نوومبر 2025

    اندونیزیا کې سېلابونو او ځمک‌ښویېدنې ۲۰۰ کسان مړه کړي

    29 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 2 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن ورځ غرمه مهال، د يوه هدفي…

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.