کورنيو چارو وزارت وايي، “د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې د څو عملیاتو په پایله کې ۱۸ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
” په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، “پولیسو له نیول شویو کسانو سره چرس، شیشه، تریاک او نشه یي ګولۍ هم نيولې دي.
په داسې حال کې دا کسان نيول کېږي چې درې ورځې وړاندې د کابل امنيه قومندانۍ هم ۳ تنه د بېلا بېلو قضيو په تړاو نيولي وو.