د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې د مسافرو د ورکو شویو توکو د موندلو او بېرته ترلاسه کولو لپاره انلاین فورم فعال کړی دی.
د معلوماتو له مخې، هغه مسافر چې د سفر پر مهال یې په هوايي ډګر کې توکي ورک شوي وي، کولای شي د انلاین فورم له لارې خپل معلومات ثبت کړي او د ورکو شویو توکو د موندلو لپاره اقدام وکړي.
مسافر کولای شي د دغه فورم له لارې خپل نوم، د اړیکې معلومات او د ورکو شویو توکو اړوند جزئیات ثبت کړي.


