بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د راستنېدونکو افغان کډوالو بشري اړتیاوو، د مرستو پر اغېزمن تنظیم، د پراختیايي او زیربنايي پروژو پر ملاتړ او د سیاسي موضوعاتو او بشري مرستو ترمنځ د جلاوالي پر اهمیت بحث شوی.
ښاغلي متقي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د کره معلوماتو کارول، د واقعي وضعیت متوازن انعکاس او له افغان ادارو سره همغږي مهمه بللې ده.
دواړو لورو د اقلیمي بدلونونو، اوبو، د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخو کې هم د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.


