د پروان ولایتي مسوولین وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې د انګورو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.
پروان ولایت کې وروستي ورښتونه او د اوبو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه شي.
یو شمېر بڼوال د طبیعي افتونو په اړه د اندېښنو په څرګندولو سره له مسوولینو د دغو افتونو ضد درملو د وېش غوښتنه کوي.
ورته مهال د پروان اوسېدونکي او کروندګر وايي، چې د کرنیزو توکو د ساتنې لپاره سړو خونو ته سخته اړتیا لري، او له مسوولینو غواړي، چې معیاري سړې خونې ورته جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومتي مسوولینو د دغه ولایت اوسېدونکو ته د معیاري سړو خونو د جوړېدو ډاډ ورکړی وو خو تر اوسه په دې اړه عملي ګام نه دی پورته شوی.