Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په ټوله نړۍ کې رټل شوی شر او فساد
    لیکني

    په ټوله نړۍ کې رټل شوی شر او فساد

    عمران آغاعمران آغا12 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    شر او فساد چې ځان ته د ملي مقاومت جبهه وایي، د افغانستان په داخل کې د ولس له لوري سخت و رټل شو؛ دې ډلې له تېرو پنځه ویشتو کلونو راهیسې ولس ځوروه او په عذاب یې اخته کړی و؛ عامه شتمنۍ یې غصب کړې او په لوی اداري، مالي او اخلاقي فساد کې ښکیل وو.

    د واک دومره وږي وو چې د اشغالګرو ملګرتیا یې وکړه او لوی شرم او بد نوم یې ځان ته پرېښود؛ هغوی شل کاله د امریکایانو او نورو غلامي وکړه او د واک ساتلو له پاره یې هر در ته ور منډه کړه، خو په پای کې یې طالبانو په یوولسو ورځو کې لمن ور ټوله او ولس یې د هغوی له شر او فساد څخه خلاص کړ.

    امریکایي بادارانو یې هم لکه یتیمان یوازې پرېښودل، مګر دغه د واک په نشه کې مست ارام نه کښېني او بیا غواړي چې د بیرته واک ترلاسه کولو له پاره هره هڅه وکړي.

    تېرو څو ورځو کې په انلاین بڼه د شر او فساد د مشر احمد مسعود له پاره زرګونه لاسلیکونه راټول شول او له امریکا غوښتنه کېده چې امریکا ته یې وغواړي، خو امریکا مسعود ته توجه نه کوي او نه پرې باور کوي.

    مسعود له امریکا څخه وېزه هم غوښتې وه، څو امریکا ته لاړ شي او د طالبانو پر ضد لابیګري وکړي او پیسې تر لاسه کړي، خو امریکا یې د ویزې غوښتنه رد کړې ده.

    د افغان ولس له لوري رټل شوی او استفراق شوی مقاومت د نړۍ په هیڅ ځای کې ځای نه لري او هر ځای رټل کېږي او سپکېږي؛ په ډیرو هیوادونو کې پرې ورځ په ورځ کړۍ تنګېږي او فعالیتونه یې محدودېږي.

    دوی ته د دفترونو د خلاصولو اجازه نه ورکول کېږي او د سیاسي فعالیت مخه یې نیول شوې؛ دوی به که خدای کول له دغو وروستیو منډو او ناکامو راټولېدنو هم ژر ناهیلي شي او داسې به ورک شي چې بیا به یې هیڅوک یادؤنه و نه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبغلان ولايت کې د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې
    راتلونکي مقاله ټولګټو وزارت وايي په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي، چې ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په…

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.