د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان مرکزي بانک نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
په داسې حال کې د افغانستان بانک ۱۵ ميليونه ډالر د ليلام په ډول بازار ته وړاندې کوي چې په دا وروستيو کې د افغانيو ارزښت د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښه درجه کې ساتل شوی دی.