د کابل ښاروالۍ وايي، “د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د شپږمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه کې د پنځه فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.”
په خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه سړکونه په ټولیزه توګه ١١٢٨ متره اوږدوالی، له ١٦ څخه تر ٢٠ مترو سور لري او د پلولارو او لښتیو په ګډون به د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې جوړ شي.
خبرپاڼه کې د د شپږمې ناحيې د رئیس عبدالخالق بدر له قوله ويل شوي، د دغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د اړوندو سيمو ته د ترافيکو برخه کې د يادې سيمې اوسېدونکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي زياته کړې د دغو سړکونو د خراب حالت له امله د دې سيمې اوسېدونکو پخوا ډېر شکايت درلود، چې اوس د دوى غوښتنو ته رسېدنه کېږي.