مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد ناصر اخوند په افغانستان کې د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس هشام رمضان سره په کتنه کې د دغه شرکت د فعالیتونو، ترسره شوې پانګونې او د لا ډېرو پانګونو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د اټوما شرکت رئیس ویلي، چې دغه شرکت په افغانستان کې تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو پورې پانګونه کړې او په راتلونکي کې هم د نورو پانګونو لېوالتیا لري.
د مالیې وزیر د یاد شرکت پانګونه ارزښتناکه بللې او ډاډ یې ورکړی، چې د مالیې وزارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.


