د هه نګاو په نامه د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان اعلان کړی چې ایران تازه د دوو افغانانو په ګډون اته تنه بندیان اعدام کړي دي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د یزد او شیراز په مرکزي زندانونو کې اعدام شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه زياتوي چې دوه افغان بنديان افتخار الدين او محمود سليم چې په قتل تورن وو د شپږ نورو ايراني بنديانو سره يوځای اعدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ايران په وروستيو څو مياشتو کې لسګونه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي چې پر وړاندې یې بار بار افغان حکومت غبرګون ښودلی او افغان حکومت ته د بنديانو په سپارلو یې ټينګار کړی.