د هند په ماهاراشترا ایالت کې لاریون له پولیسو سره په تاوتریخوالي اوښتی دی. د تېرې ورځې دا لاریون د هند په ممبی ښار کې د ښوونځي د یوه «صفاکار» له لوري پر دوو څلور کلنو نجونو د جنسي تیري په غبرګون کې شوی دی.
هندي پولیسو ویلي شکمن کس یې نېولی او ټاکل شوې ژر یې محاکمه هم وشي. تر دې څو ورځې مخکې هم د هند په کلکتې کې یوه نوې ډاکټره تر جنسي تیري وروسته وژل شوی وه چې د ټول هېواد په کچه یې لاریونونه راوپارول او لاریون کوونکو په روغتونونو کې د ښځینه کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه کوله.