د هواپېژندنې ریاست نن شنبه هم د افغانستان په اووه ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل کړی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه اطلاعیه کې لیکلي، چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې به د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
دغه راز د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو اټکل هم شوی او ویل شوي چې په ځینو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.