Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغان حکومت له نورې نړۍ سره اړیکې رغوي خو پاکستان یې قصدًا خرابوي
    لیکني

    افغان حکومت له نورې نړۍ سره اړیکې رغوي خو پاکستان یې قصدًا خرابوي

    صابر افغانصابر افغان24 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په وروستیو درې کلونو کې چې کابل کې نوی حکومت جوړ شوی، له نورې نړۍ سره یې ورځ تر بلې اړیکې د رغېدو او پراخېدو په حال کې دي؛ افغان حکومت د منځنۍ اسیا هیوادونو، چین او روسیې په ګډون له ګڼو هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي او د لا ډیر پرمختګ په حال کې دي.

    د افغانستان نوي حکومت د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره پیاوړې اړیکې جوړې کړې؛ دا اړیکې تر دې کچې لوړې شوي چې څو ورځې وړاندې په لومړي ځل د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راغی او کابل ته یې د اړیکو د لا ښه کېدو ډاډ ورکړ؛ په منځنۍ اسیا کې له ازبکستان او ترکمنستان سره د افغان حکومت اړیکې له نورو ډیرې ښې دي؛ د ټاپي او ټاپ پروژو عملي چارې د پیلېدو په درشل کې دي.

    په منځنۍ اسیا کې د شر او فساد ډلې لوی ملاتړي تاجکستان هم له طالبانو سره د اړیکو د ښه کېدو نښې ورکړي او ویل کېږي چې د طالبانو او تاجکستان تر منځ د پردې تر شا خبرې شوي دي.

    دغه راز، د افغانستان اړیکې له ختیځ ګاونډي چین سره ډیرې نږدې دي؛ وروستی لوی پرمختګ د چین له لوري د مس عینک د لویې پروژې بیا پیل وو، چین اوسمهال په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې ډیر مهم رول لوبوي؛ له ایران او روسیې سره هم د افغانستان اړیکې عادي دي او پام وړ ستونزې او خنډونه نه لري.

    خو بلې خوا، د افغانستان جنوب کې پروت پاکستان بیا په وروستیو دریو کلونو کې د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ کې ډیر بدلون راوستلی دی.

    واک ته د طالبانو د رسېدو لومړیو کې ډیرو خلکو دا ګومان کاوه چې د دواړو لورو تر منځ به اړیکې ډیرې نږدې وي، خو ښکاري چې پاکستان خپل دغه مهم ګاونډی له پامه غورځولی او دښمنانه پالیسي یې غوره کړې ده.

    د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري د پاکستان د سختې ترانسپورتي پالیسۍ له امله ډېره کمه شوې ده؛ هغه سوداګري چې اووه کاله مخکې څه باندې دوه میلیارده ډالرو ته رسېده، اوس تر یو میلیارد ډالرو څخه هم راټیټه شوې ده.

    پاکستان د دې پر ځای چې د کرښې هاخوا پښتنو سوداګرو ته اسانتیا رامنځته کړي، برعکس ستونزې یې ایجادې کړي دي.

    افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر روستم شاه مومند عرب نیوز ته لیکلي چې د پاکستان له لوري د ویزې پالیسۍ پلي کولو دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه کړې ده.

    پاکستانی لوری په تورخم او چمن کې د سوداګریزو موټرو کارونه په ځنډ خلاصوي چې له امله یې بار موټر څو ورځې ولاړ وي، چې دې کار هم دوه اړخیزه سوداګري ډېره اغېزمنه کړې ده؛ مومند وایي: د افغانستان په توکو د پاکستان درنده مالیه د سوداګرۍ د کمېدو بل اساسي لامل دی.

    په داسې حال کې چې افغان حکومت په وروستیو درې کلونو کې له نورو ګاونډیانو سره خورا ښه روابط ایجاد کړي او مقابل لوري هم ښه نیت څرګند کړی او په دوه اړخیزه همغږۍ یې چارې پر مخ وړي.

    پاکستان د خپلو ناسمو پالیسیو له مخې له افغانستان سره سوداګرۍ ته زیان اړولی دی چې له امله یې د کرښې دواړو خواوو ته پروت ولس ته زیان رسېدلی دی.

    پاکستاني حکومت ته په کار ده چې سوداګریزې اړیکې او همکارۍ د سیاست قرباني نه کړي، ځکه د سوداګریزو اړیکو ښه کېدو سره د کرښې په اوږدو کې پروت ولس ګټه کوي او دا نېغ په امنیتي او سیاسي وضعیت مثبت اغېز کولی شي.

    مخکینۍ مقالهباميانو کې ترافيکي پېښې لس کسانو ته مرګ ژوبه اړولې
    راتلونکي مقاله ‏مرستيال وياند: افغانستان کې د نشه يي توکو په اړه د ځينو رسنيو راپورونه بې اساسه دي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷…

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.