بلوڅ آزادي غوښتونکو بېګا ماښام د «هيروف فدايي عملياتو» تر نامه لاندې په پاکستاني پوځ پراخ بريدونه پيل کړي چې په ترڅ کې یې لسګونه پاکستاني پوځيان وژلي، پوستې یې له منځه وړي، لویې لارې تړل شوي او موټریز کاروانونه یې سوځولي.
بلوڅ ازادي غوښتونکيو د بلوچستان ټولې مهمې غټې لارې بندي کړي او ټول بلوچ ملت ته يې خبر ورکړی چې د دغه لارو څخه لرې اوسئ.همدارنګه په خپلو روانو عملیاتو “هیروف” کې تر دې دمه د ۱۰۲ پاکستاني پوځیانو د وژلو او له ۲۲ د زياتو نيولو خبر ورکوي.
نن دوشنبه سهار وختي د بلوڅ آزادي غوښتونکو وياند جياند بلوچ د دوی اړوند ورځپاڼې بلوچستان پوسټ ته په خپلو خبرو کې وېلي چې د لويو لارو د بندېدو پر مهال یې ډېری پاکستاني پوځيان چې په شخصي جامو کې په ملي بسونو کې د تېښتې په حال کې وو پېژندلي او بيا یې ځای پرځای وژلي دي.
جياند بلوچ همدارنګه زياتوي چې د دوی فدايانو په بېله پوځي کمپ بريد کې لومړی خپل دوه د بارودو ډک موټر چوولي او بيا ورپسې هم مهاله کمپ ته ننوتي چې تر اوسه یې د ياد پوځي کمپ ډېره برخه په خپل لاس کې اخيستې، لسګونه پوځيان یې وژلي، نيولي، او کمپ یې سوځولی.
د بلوچستان پوسټ ورځپاڼې په خبره د بلوڅ آزادي غوښتونکو د يادو عملياتو لويه برخه به نن هم دوام ولري چې د پاکستان په لويو ښارونو کې د بريدونو او پراخو عملياتو احتمال شتون لري.
له بلې خوا د پاکستاني طالبانو تحريک هم د پاکستان په بېلابیلو سيمو کې په خپلو ليزري عملياتو کې د پوځيانو د وژلو خبر ورکوي.