د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا د قندهار له مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي سره په ليدنه کې ویلي، چې دغه ولایت ته یې د سفر موخه له خلکو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه خبرې کول دي، ترڅو په راتلوونکي کې په یاده برخه کې همکاري وکړي.
نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان له مرکزي بانک سره ګډ کار کوي، ترڅو خلکو ته د پور ورکولو په برخه کې همکاري وکړي، چي خلک له دې لارې کوچني کارونه پيل کړي.
ورته مهال د قندهار مرستیال والي د ملګرو ملتونو له استازې غوښتنه کړې، چې د خلکو لپاره اساسي پروژې پلې، د نشهيي توکو د بدیل کښت په برخه کې عملي ګامونه واخلي او هم په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له اړوند ادارو سره همکاري وکړي.