Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»احمد مسعود: نړۍ له افغان حکومت سره تعامل ته مخه کړې او موږ يواځې پاتې شوي يو
    افغانستان

    احمد مسعود: نړۍ له افغان حکومت سره تعامل ته مخه کړې او موږ يواځې پاتې شوي يو

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    احمد مسعود چې په ټولنيزو رسنيو ځان د افغانستان د مقاومت جبهې(شر او فساد) د يوې خيالي ډلې مشر معرفي کوي وايي ټولې نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل او جوړ جاړي ته مخه کړې او موږ له پامه غورځول شوي او يواځې پاتې شوي يو.

    مسعود چې وخت ناوخت د ټولنيزو رسنيو په تېره بيا د ټويټر په شپنيو‌ سپېسونو‌ کې له اروپا ګډون کوي په يوه ويډيو کې په فرياد او ناهيلۍ غربي هېوادانو ته د ګيلې په شکل وايي چې نړۍ پرته له قيد او شرط د اسلامي امارت غوښتنې مني او هغوی سره تعامل او جوړجاړی کوي. او په وينا یې نړيوال په تېره بيا غربي هېوادونه دوی ته پاملرنه نه کوي او له ياده یې اېستلي دي.

    مسعود دا ګيلې‌ او فرياد داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې افغان حکومت په بېلابېلو ګاونډيو هېوادونو کې سفارتي چارې په خپل لاس کې واخيستې، او همدارنګه يادو هېوادونو او نورې نړۍ بار بار د افغان حکومت پر وړاندې د هېڅ ډلې ټپلې‌ د نه ملاتړ وعده کړې، او د ترکیې په ګډون ځينو نورو هېودانو د شر او فساد ډلې د پلويانو او غړو د شړلو سربېره هغوی نيولي او پټ دفترونه یې ورته تړلي دي.

    د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د شر او فساد ډلې د مهمو‌ قومندانانو په ګډون د دې ډلې ډېر شمېر غړي ووژل شول، ونيول شول، او پټنځايونه یې له منځه یوړل شول.

    مخکینۍ مقالهپښتونخوا کې سوداګرو د لوړو ماليو له امله خپل کاروبارونه تړلي
    راتلونکي مقاله روغتيا وزارت وايي هېواد کې د بيزو تڼاکې‌ ويروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

    مربوطه لیکنې

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    19 اکتوبر 2026

    پنجشېر کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

    19 اکتوبر 2026

    په ۹ ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۸ کسان نیول شوي

    19 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 19 اکتوبر 2026

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    هندوکش‌غږ ته رسېدلي کره معلومات ښيي، چې د بلوچستان په ځنګله بازار سيمه کې د…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    19 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٧ مه.#هندوکش‌غږ

    19 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    19 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    19 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٧ مه.#هندوکش‌غږ

    19 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.