د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ازبکستان له یو شمېر پانګه والو سره چې افغانستان کې د سیمکارتونو د واردولو او تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دې کتنه کې له ازبکستان هېواد څخه راغلو پانګه والو افغانستان کې د سیمکارتونو په واردولو او همدا راز د هېواد دننه د سیمکارتونو د یوې کارخونې د جوړولو غوښتنه کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي نجیب الله حیات حقاني دغو پانګه والو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو له مخې له ټولو پانګه والو سره قانوني همکارۍ ته ژمن دی.
او همدارنګه نوموړي یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارلې، چې له دغو پانګه والو سره موضوع وڅېړي او وروستي جزیات یې د وزارت له مقام سره شریک کړي.