ایراني چارواکو د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د نسکوریدو په اړه د څېړنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د ایراني رسنیو په وینا د چورلکې د غورځېدو اصلي لامل د سیمې پېچلی اقلیم او له غره سره ټکر و. د پېښې د څېړنو بورډ په پېښه کې د هر ډول لاسوهنې خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د چورلکې د وزر د برخو او سیسټمونو د متخصصینو ازمایښتونو ښودلې چې د لاسوهنې نښې پکې نه ښکاري.