Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»حماس اسرائيلو ته: که نظامي فشار ډېر کړئ اسرائيلي بنديان به په تابوتونو کې بېرته درولېږو
    منځنی ختیځ

    حماس اسرائيلو ته: که نظامي فشار ډېر کړئ اسرائيلي بنديان به په تابوتونو کې بېرته درولېږو

    عمران آغاعمران آغا3 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د فلسطین حماس اسلامي غورځنګ وايي که صهيونيستي اسرائيل په غزه نور بريدونه وکړي او يا هم نظامي فشار زيات کړي نو په غزه کې نیول شوي اسرائيلي بندیان به “په تابوت کې” اسرائیلو ته ور کړل شي.

    ياد غورځنګ خبرداری ورکوي چې غزې ته د صهيونيستي اسرائيلو د نور نږدې کېدو په صورت کې به دوی خپلو مجاهدينو ته د بنديانو د ساتنې په باب نوې لارښوونې وکړي چې يوه به یې هم د يادو بنديانو په تابوتونو کې بېرته اسرائيلو ته استول وي.

    د حماس اسلامي غورځنګ د القسام لېوا وياند ابو عبيده د صهيونيستي اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دې خبرو په ځواب کې چې «حماس به د شپږ وژل شويو اسرائيلي بنديانو خورا دروند قيمت پرې کړي» دوه ورځې وروسته پرون دوشنبه وويل د اوربند او تبادلې پرځای د نتنياهو په جګړې فشار د دې په معنا ده چې دوی د بنديانو د ژوندي ساتلو او مرګ تر منځ د دوی مرګ انتخاب کړی دی، او د يادو بنديانو کورنۍ بايد انتخاب وکړي چې د دوی خلپوان ژوندي ورولېږل شي که يا هم مړه.

    د ښاغلي عبيده له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «نتنیاهو او پوځ یې د بندیانو د تبادلې د مخنیوي په خاطر د بندیانو د مرګ بشپړ مسؤل دی.»

    د بنديانو د وژلو موضوع وروسته له هغې خپره شوه چې شپږ اسرائيلي بنديان د غزې په تونلونو کې مړه وموندل شول او په غبرګون کې یې نتنیاهو د دوشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني خبري کنفرانس کې اسرائیلي ولس ته وویل: “زه له تاسو څخه بخښنه غواړم چې دوی یې ژوندي نه دي راوړي،موږ نږدې وو، خو بریالي نه شوو، حماس به د دې لپاره خورا دروند قیمت ورکړي.

    د حماس غورځنګ یوه جګپوړي چارواکي عزت الرشیق بيا د دوی له لوري د يادو شپږو بنديانو د وژلو تور رد کړ او وې ويل چې، ياد شپږ تنه بندیان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي او د مړينې مسوليت یې اسرائيلو ته راجع کېږي.

    په همدې حال کې په اسرائیلو کې د بندیانو د وژل کېدو په اړه اعتراضونه دوام لري او قهرجنو لاريونوالو ویلي چې که د نتنیاهو حکومت له حماس غورځنګ سره اوربند لاسلیک کړی وای، ښايي دا اسرائيلي‌ بنديان ژوندي راستانه شوي وای.

    مخکینۍ مقالهمنګوليا ته د ولادمير پوتين سفر؛ اوکرايين له منګوليا غوښتي چې پوتين ونيسي
    راتلونکي مقاله د پاکستان لپاره تېره اګست میاشت له شپږ کلونو راپه دېخوا تر ټولو خونړۍ مياشت وګڼل شوه

    مربوطه لیکنې

    اسرائیلي رژیم د یمن الحدیده بندر پر تأسیساتو بریدونه کړي

    21 جولای 2025

    يو اسرائيلي عسکر چې څه موده وړاندې د ځان وژنې په هڅه کې ټپي شوی و مړ شوی

    21 جولای 2025

    تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ فلسطینیان د لوږې له امله شهیدان شوي

    21 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په درې جلا بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژلي

    د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اېف) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله‌والو یې د بلوچستان…

    مولوي امیرخان متقي او بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر ټلیفوني خبرې کړي

    22 جولای 2025

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په درې جلا بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژلي

    22 جولای 2025

    مولوي امیرخان متقي او بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر ټلیفوني خبرې کړي

    22 جولای 2025

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.