Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویان د وطن اصلي دښمنان او بربادونکي دي!
    لیکني

    د شر او فساد لارویان د وطن اصلي دښمنان او بربادونکي دي!

    صابر افغانصابر افغان5 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    نفسي خواهشاتو ته تسلیمېدل او هغه ټول په ټوله منل د شیطان بنده ګي ده، د شیطان په بنده ګۍ کې ښکېل خلکو په اسلام، وطن او ناموس ټولو سودا وکړه او غربي اشرګر یې د وطن غېږ ته د یو څو بوجیو ډالرو په اخېستلو راوستل.

    لومړی د جمهوریت په دایره کې د واکونو پر سر ناندرۍ سره ښکته پورته راغلې، خو بیرته سره جوړ جاړي ته ورسېدل، چې د وخت په تېریدو د شر او فساد لارویانو واک خپل میراثي حق وبللو.

    د واک هماغه نشه اوس هم د دوی په سرونو کې ځغلنده مزل کوي، چې د یوې ډلې او فکر خلکو څلور جبهې د خپلو بادارانو د ډاډ په هیله جوړې کړې چې په هر قېمت په افغانستان کې د جګړې غوښتنه کوي.

    “د اجیري رسنۍ انټرنیشنل سره په یوه خپرونه کې یوه له کوره او وطن تښتېدلې په ډېره سپین سترګۍ وایي: زمونږ امیدونه اوس د خیالي مقاومتي جبهو له لورې په افغانستان کې جګړې ته دي.

    “په همدې خپرونه کې ورسره یوه بله مېلمنه شوې میرمن سخت غبرګون ښیي او ورته په مقابل کې وایي: دلته چې مونږ په دې بحث کې د دې لپاره راټول شوي یو، چې د افغانانو د اوسني وضیعت او لېول مطابق وغږېږو، د جبهو جوړونکي خاینین او وطن بربادونکي دي او په هیڅ صورت به افغان میرمنې د خاینینو سره ونه درېږي.

    دلته د خیالي جبهو په اړه د نورو تر څنګ د هېواد هغې میرمنې چې په لوېدلي جمهوریت کې یې دندې هم کړې وې نه درېږي، نور خلک وطنوال خو پرېږدئ!

    (د ترسره شوې مرکې د یوې برخې لینک:

    https://x.com/divapatang/status/1828325541046587464?s=46)

    سره د دې چې له دوی خلک تر وروستي حده کرکه لري، د وطن څخه زرګونه کیلومټره لېرې په امریکا کې د خیالي متحدې جبهې په نوم د فسادیانو د یوې کوچنۍ ډلې مشر په خپلو څرګندونو کې ویلي: که د افغانستان په جګړه کې راسره امریکا مرسته وکړي، د بګرام هوایي اډه به په واک کې ورکړم.

    “دا د خندا وړ خبره ده، چې شړل شوې امریکا دې د افغان خلاف جګړې ته بیا زړه را ښه کړي؛ که چېرته کېږي هم نو عقل خو دا وایي چې غلام هیڅ حق نه لري، چې بادار ته دې ووایي: چې دا محدود ځای(بګرام هډه) دې ستا شي.”په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا له لورې طیارې ورکول کېدې چې د وخت ولسمشر انکار کاوه چې دا طیارې مونږ نه غواړو!ولسمشر ته د امریکانو ځواب دا و، چې:

    (A beggar has no choice!)

    (سوالګر د انتخاب حق نه لري.)

    https://x.com/SHABIR_AHMAD113/status/1786257551664861436?t=oCkI8O929KHYdzXoS6-IRg&s=19

    دوی فقط د خپل کاذب غوور او پریش په کولو سره د بهرنیو استخباراتو او ټولنو پیسې شکوي، تر څو د ځینو وطنوالو ذهنونه مغشوش کړي.

    خو دوی په ډېره سپین سترګۍ دا هیروي، چې درې کاله مخکې همدا متحدې خیالي جبهې مشر د هلمند د قول اردو قومندان و، چې په ړنده بمبارۍ او جګړه کې یې د پوهنتون د ودانیو په شمول عامه وګړي په نښه کول او سره د خپل ټول وحشت په تېښته بریالی شو.

    د شر او فساد ملګري د شیطان په بنده ګۍ کې د خپل ژوند تضمین ګوري، نو ځکه یې څو لسیزي همدا لار خپله کړې ده؛ خو دا هیروي چې په دې لار او د وطن په بربادیو کې دوی خپل هر څه بایللي دي.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک: تېر کال د افغانيو ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ، او د افغانستان د پولي اسعارو د سياست طرحه تطبيق شوې
    راتلونکي مقاله افغانستان د لومړي ځل لپاره د عمان جرمني او جاپان ته شات صادر کړل

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.