Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د ښوونیز نظام اصلاح؛ زموږ اړتیا او د غرب بې ځایه اندېښنه!
    تبصرې

    د ښوونیز نظام اصلاح؛ زموږ اړتیا او د غرب بې ځایه اندېښنه!

    صابر افغانصابر افغان11 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:

    د امریکا غږ انګلیسي څانګې د مرکزي اسیا د انستیتیوت د مشر له خولې ویلي، چې د طالبانو له خوا د افغانستان په ښوونیز نظام کې بدلون د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د فعالیت پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي‌ دي؛ د سرچینې په خبره، طالبانو د افغانستان په ښوونیز نصاب کې زیات شمېر دیني مضامین او مسایل شامل کړي او په ځینو مواردو کې یې ښوونځي په مدرسو بدل کړي دي.

    سرچینې د مرکزي اسیا د انستیتیوت مشر الېس توماس له خولې ویلي، چې واک ته د طالبانو له بېرته راتګ راهیسې که څه هم دغه انستیتیوت د افغانستان د ختیځ او شمال په منزوي سیمو کې د طالبانو له مداخلې پرته خپلو ښوونیزو برنامو ته دوام ورکړی، خو په خبره یې، د طالبانو سیاست پر ښوونې باندې په ځانګړې توګه نجونو ته پر ښوونې باندې زیاتې اغیزې کړي او د دوی اقداماتو په ټوله کې ښوونیز بهیر بدل کړی او د مدرسو شمېر زیات شوی دی.

    تبصره:

    په افغانستان کې د ښوونې او روزنې مسئله له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د تېرو واکمنیو او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د سر له موضوعاتو څخه یوه وه؛ له شاهي نظامونو نیولې بیا تر خلقیانو، پرچمیانو، تېرې جمهوري دورې پورې، د حکومتونو او د دوی تر شا د ښکېلاک د سرلارو او د دوی د ملاتړو هڅه تل دا وه، چې ښوونیز نظام د خپلو سلیقو او ارزښتونو پر مټ برابر کړي، ترڅو وکولی شي له دې لارې د افغانانو په راتلونکو نسلونو نفوذ پیدا کړي، ارزښتونه یې ور بدل کړي او دغه راز د فکرونه یې د تاریخي واقعیتونو او مسایلو په اړوند بدل کړي.

    دوی په دې چاره کې تر یوې کچې بریالي هم وو، خو دا چې د افغانستان لوی اکثریت خپلو دیني او وطني ارزښتونو ته ژمن وو او د مقابلې لپاره یې هر ډول قربانۍ پر ځان ومنلې، نو ځکه پردي او پرديپال په دې چاره کې هم بریالي شول.

    د تېرې جمهوري دورې پر مهال چې افغانستان له یوې خوا ښکېلاک لاندې کړی و، له بلې خوا یې په ښوونیز او فرهنګي ډګرونو کې هم خپله چټکه مبارزه روانه کړې وه، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په جریان کې ښوونیز نصابونه تر ډېره له بهره د راوړل شویو ماډلونو پر بنسټ جوړېدل او یا به هم کټ مټ له هغوی څخه را کاپي کېدل، دې چارې له یوې خوا زموږ له ټولنې سره هېڅ اړخ نه لګاوه، یا په عامه اصطلاح د هېچا درد نه پرې دوا کېده او له بلې خوا تر ډېره هڅه پکې کېدله چې زموږ ارزښتونه پکې وننګوي، تر پښو یې پکې لاندې کړي، نوي نسل ته تاریخي واقعیتونه بل ډول وښيي، سپین پرې د تورو او تور پرې د سپین په نوم تېر کړي.

    نو ځکه اوس اړینه ده، چې دا نصاب اصلاح شي، مثبت شیان او مثبت اړخونه یې پر ځای پاتې شي، ان وده ورکړل شي، زموږ د ټولنې د ارزښتونو په تقابل کې واقع نه شي او داسې څه پکې ځای پر ځای شي چې زموږ درد دوا کړي.

    داسې څه ته پکې ځای ورکړل شي چې بیا ښوونځی د مدرسې او مدرسه د ښوونځي مقابلې ته را ونه وځي، که له ښوونځي څوک فارغېږي هم، د مدرسې دیني زده کړې ولري او که له مدرسې فارغېږي هم، د ښوونځي د کچې عصري زده کړې ولري.

    نړۍ او نړیوال به هر ډول فرمایش وړاندې کوي، تور به لګوي، نیوکه به کوي او کله به یو څه او کله بل څه وايي، خو زموږ لپاره باید اړینه دا وي چې موږ ته څه مهم وي، نړۍ دا غوښتنې ولې اروپايي، امریکايي او نورو هېوادونو نه کوي؟ ایا دوی رښتیا هم ښه نصابونه لري؟ ایا د دوی نصابونه رښتیا هم نیمګړتیاوې نه لري؟ ایا د نړۍ ستر جنایتکاران او بشریت ضد څېرې د دوی په نصابونو کې ونه روزل شوې؟ ایا دوی همدا اوس په نصابونو کې هغه څه نه تدریسوي چې انسانیت یې د معنویت له اړخه ناورین سره مخ کړی دی؟ پر دوی چا نیوکه وکړه؟ دوی ته چا فرمایش وکړ؟! تر ټولو مهمه دا ده چې موږ لا هم د خپل تعلیمي سیستم او نصاب د اصلاح په موخه لا اوچت ګامونه واخلو، هغه څه ته پکې ځای ورکړو، چې له ارزښتونو سره مو اړه لګوي، د وطن او خلکو په خیر مو وي او په مرسته یې ځان او نورو ته پرې خیر ورسوو، بس خلاص! نړۍ دې د همداسې د خپلو فرمایشونو ننداره کوي!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسلامي امارت رييس الوزرا: د افغانستان لپاره نن يوه لويه تاريخي ورځ ده
    راتلونکي مقاله په افغانستان کې د واحدې رهبرۍ او ټينګې پیروۍ په اړه نړیوال تحلیلونه ولې ناسم راوځي؟!

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    د صهیونیستي رژیم پخواني لومړي وزیر ایهود باراک ویلي، چې دا مهال له ایران سره…

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.