رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې، نن دوشنبه د حزبالله ځواکونو پر اهدافو د صهيونيستي اسرائیلو د پراخو بریدونو په پایله کې، لږ تر لږه تر ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس راپور کې دغه شمېرې د لبنان د روغتیايي چارواکو له قوله لیکل شوې دي او اټکل دا دی نن ورځ په لبنان کې، د حزبالله او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ د جګړې د کابو یوه کال په لړ کې تر ټولو مرګونې ورځ بلل شوې ده.
راپورونه زياتوي چې د لبنان په جنوب کې د بيړني وضعيت تر اعلان وروسته په عمومي لارو زرګونه خلک پلازمېنې بېروت ته په کډه کولو اړ شوي او د جګړې لمن ورو په ورو د پراخېدو په حال کې ده.
په ورته وخت کې رويټرز اژانس خبر ورکوي چې د لبنان په پلازمېنې بېروت کې د صهيونيستي اسرائيلو په يوه هوايي بريد کې د لبنان حزب الله د جنوبي جبهې مهم قوماندان او سياسي غړی (علی کرکی) هم وژل شوی دی.
هاخوا بيا امريکا د لبنان او صهیونیستي اسرائيلو له ننۍ جګړې وروسته خبر ورکړی چې ډېر ژر به منځني ختيځ ته يو شمېر نور ځواکونه واستوي او په وينا یې هلته کړکېچ وروستي حد ته رسېدلی دی.
وروسته له هغې چې په لبنان کې د ارتباطي وسائلو (پيجرونو) لوی شمېر چاودنې رامنځته شوې او لبنان یې پړه پر صهيونيستي اسرائیلو واچوله د دواړو هېوادونو تر منځ جګړې زور واخيست؛ او د لبنان حزب الله د صهيونيستي اسرائيلو ګڼ شمېر پوځي مرکزونه په نښه او درانه تلفات یې ورواړول.