د سوډان روغتیایی چارواکو نړيوالو رسنيو ته په وینا کې وېلي، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي چې له ډلې یې نږدې ۴۰۰ کسان مړه شوي.
د سوډان د روغتيايي چارواکو په وينا کولرا په ټول سوډان کې خپره ده خو؛ په ځانګړې توګه په ختیځ سوډان کې چې میلیونونو کسانو له جګړې په کې پناه اخیستې، ډېره خپره ده.
د سوډان د روغتیا وزارت پرون دوشنبې وویل، دا ناروغي د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کَسَلا و القَضارِف کې ثبت شوې دي.
د يادونې وړ ده چې کولرا ناروغۍ اووه کاله پخوا په سوډان کې یوازې په دوو میاشتو کې ۲۲ زره خلک اغېزمن کړل او تر ۷۰۰ ډیر یې مړه کړل.
کولرا یوه خورا ساري ناروغي ده چې د اسهال او دهایدرېشن یعنې د بدن د اوبو د کمېدو سبب کېږي.