په لندن کې د چپه شوي جمهوریت لوی سفیر خپلې دندې ته د پای ټکی کېښود؛ نوموړي د پنجشنبې ورځ چې د میزان د میاشتې پنځمه نیټه او د سپتمبر د ٢٦مې نیټې سره سمون لري خپله دنده پای ته ورسوله؛ هغه د سفارت د دروازې کلي د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.
دا په داسې حال کې ده چې د سپتمبر په ٩مه نیټه د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د نوموړي سرچینې په وینا چې د دې سفارت ٦٠ تنو کونسلي مامورینو ته ٦٠ ورځې مهلت ورکړل شوی چې یا له لندن څخه ووځي یا دې هم د کډوالۍ کارت ترلاسه کړي.
داسې څرکونه لیدل کېږي چې نړۍ نور نه غواړي د تېر رژیم ادارې فعالې وساتي؛ ښایي لندن او کابل د دپلوماتیکو هڅو او تعامل په پایله کې دې نتیجې ته رسېدلي وي چې باید دا سفارت دې ا.ا.ا ته وسپارل شي او یا به د امریکا په څېر یې کونسلي او اداري چارې د قطر یا کوم بل هېواد څخه رهبري شي.
خو په ټوله کې د تېر رژیم د سیاستوالو لپاره یو بد خبر دی او همدا راز د شر او فساد ډلو ته یو سور څراغ ښودل دي چې دوی باید په لندن او اروپا کې د نظار شوری بیرغونه نه راپورته کوي او هغه د جمعیت د ملېشو دریشیانو کې دې لر او بر نه کېږي، ځکه د نړۍ د صبر کاسه د شر او فساد ډلو او د تېر رژیم د مفسدینو په وړاندې را ډکه شوې.
اروپایي هېوادونه ښایي په دوی نور محدودیتونه هم وضع کړي، ممکن دوی نور هلته د راټولېدو او سیاسي فعالیتونو اجازه هم ونه لري، ځکه عام ولس هم د نړۍ حکومتونو ته ایمیلونه کوي او وایي چې دا ډلې د دوی استازولي نه شي کولی او دا خلک افغانستان یوې بلې جګړې ته ننباسي او دوی د افغانستان د تجزیې شوم او بدنامه نقشه لري.