Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د ايران پر اسرائیلو د توغنديو بريد، د مظلومو فلسطينيانو دفاع.
    تبصرې

    د ايران پر اسرائیلو د توغنديو بريد، د مظلومو فلسطينيانو دفاع.

    عمران آغاعمران آغا2 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال عبدالله زاهد

    خبر:
    پرون، د اکتوبر په لومړۍ نیټه، ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو یو ستر برید ترسره کړ؛ دا برید د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژلو په غبرګون کې ترسره شو؛ چې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی وو.

    ایران د دې برید په ترڅ کې ادعا وکړه چې هدف یې د اسرائیلو د نظامي تاسیساتو پر وړاندې د ځواب ورکولو لپاره وو؛ د ایران اسلامي انقلابي ګارد هم ویلي چې دا برید د «مهم نظامي هدفونو» پر وړاندې دی؛ که اسرائیل په غبرګون کې برید وکړي؛ نو دا به د ایران له طرفه پر اسرائیلو د “خورا شدیدو حملو” لامل شي.

    تبصره:
    د ایران او اسرائیلو ترمنځ دښمني د څو لسیزو راهیسې روانه ده؛ چې د سیمې پیچلي تاریخي، سیاسي، او مذهبي مسایل پکې شامل دي؛ د ۱۹۴۸ کال له پېل نه، کله چې اسراییلو د فلسطینیانو په خاوره کې د غرب په مرسته خپل دولت جوړ کړ، د فلسطینیانو د حقونو د نقض او ځمکو د ضبط لړۍ پیل شوه.

    اسرائیل د فلسطینیانو پر وړاندې ظالمانه نظامي اقدامونه ترسره کړل، چې له دې امله په سیمه کې د خفګان او دښمنۍ احساسات لا زیات شول؛ په دې منځ کې، ایران د یهودي دولت پر وړاندې سخت دریځ غوره کړ؛ چې د اسلامي نړۍ د یوې مهمې قوماندې په توګه د فلسطینیانو ملاتړ کوي.

    په ۱۹۷۹ کې د ایران اسلامي انقلاب یو مهم بدلون راوست؛ له انقلاب وروسته ایران د اسلامي جمهوریت په توګه تاسیس شو، نوی ایراني حکومت د اسرائیلو د نیواک پر ضد سخت دریځ ونیوه؛ امام خمیني د ایران انقلابي مشر، اسرائیل «صهیونیستي رژیم» وباله او هغه یې د اسلامي نړۍ دښمن وګاڼه.

    اسرائیلو د غزې تړانګې، لویدیځه تراړه، او نورو فلسطینی سیمو په وړاندې نظامي عملیاتو ته دوام ورکړ. ددې جګړې اصلی لاملونه د اسرائيلو له طرفه د فلسطينيانو د ځمکې په زور غصب کول، مذهبي او سیاسی اختلافات، او د بشري حقونو څخه د اسراييلو سرغړونه ده.

    د اسرائیلو د وحشتونو په وړاندې، ایران د فلسطینیانو او لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره پر اسرائیلو برید کولو ته اړ شوی دی؛ په داسې حال کې چې اسرائیلو د فلسطینیانو پر وړاندې وحشیانه بریدونه ترسره کوي او له څو مياشتو څخه يې د مسلمانانو قتل عام شروع کړی؛ سپين ږيری، ماشوم، زنانه يې نه ګوري بس له يوه مخه مظلوم فلسطينيان قتل عام کوي.

    ټوله نړۍ د دې ظلمونو په وړاندې خاموشه ده؛ دا وضعیت ایران ته دا زمینه برابره کړه چې د مسلمانانو ملاتړ وکړي او د هغوی په حق کې غږ پورته کړي، ترڅو د اسرائيلو د ظالمانه اقداماتو مخه ونیسي.

    د ایران او اسرائیلو ترمنځ نږدې جګړې اکثراً په نیابتي جګړو کې ښکاره شوي دي؛ ایران په سیمه کې د حماس، حزب‌الله، او نورو اسلامي ډلو ملاتړ کوي چې د اسرائیلو پر ضد جنګیږي.

    په ۲۰۰۶ کې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ جګړه؛ چې په لبنان کې ترسره شوه، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د نیابتي جګړې یوه څرګنده بېلګه وه؛ په همدې ډول، ایران په فلسطین کې د حماس مالي او نظامي ملاتړ کوي، چې پر اسرائیلو توغندي توغوي.

    په وروستیو کلونو کې، د ایران او اسرائیلو ترمنځ لوی تاوتریخوالی د ایران د اټومي پروګرام له امله زیات شوی؛ اسرائیل ایران د خپلو اټومي وسلو جوړولو په هڅه تورنوي او هڅه کوي چې د ایران اټومي پروګرام محدود کړي؛ اسرائیلو څو ځله په ایران کې پر اټومي تاسیساتو بریدونه کړي دي؛ چې په ځواب کې ایران پر اسرائیلو د خپلو نیابتي ډلو له لارې بریدونه کړي دي.

    امریکا، ناټو او غربي هېوادونه به څه وکړي؟

    امریکا د اسرائیلو کلک ملګری دی او ښایي اسرائیلو ته پوځي او ډیپلوماتیک ملاتړ ورکړي، ناټو به تر هغه وخته اقدام ونه کړي؛ ترڅو چې جګړه اروپایي او نړیوال امنیت ته مستقیم ګواښ ونه کړي؛ خو که جګړه پراخه شي؛ نو امکان شته چې امریکا او ناټو په دې جګړه کې ژور ښکیل شي.

    که څه هم د درېیم نړیوال جنګ احتمال ډېر کم دی، خو که دا جګړه په پراخه کچه دوام وکړي او نور هېوادونه لکه روسیه او چین پکې ښکیل شي، نو د نړیوالې جګړې ویره شته.

    د اوس لپاره دا جګړه سیمه‌يیزه ده؛ خو د نړۍ لوی قوتونه د دې هڅه کوي چې جګړه کابو کړي او د پراخېدو مخه یې ونیسي.

    پایله:

    د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه د لسګونو کلونو تاوتریخوالي، سیاسي اختلافاتو او د اسرائيلو د صهيونيستي رژيم د وحشتونو پایله ده؛ دا جګړه په سیمه کې بشري ناورینونو ته لار هواروي، او که نړیوال قوتونه لاس په کار نه شي، ښایي جګړه لا پسې پراخه شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بهرنيو چارو وزير په مشرۍ پلاوی ماسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو
    راتلونکي مقاله د داعش ډلې د نيول شويو غړو اعترافات: له تاجکستان بلخ او ننګرهار نه پاکستان ته د روزنې لپاره غوښتل شوي وو

    مربوطه لیکنې

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.