المرصاد نشراتي ادارې د داعش ډلې د وروستيو نيول شويو غړيو د اعترافاتو ويډيو خپره کړې، چې باميانو کې په بهرني سيلانيانو او کابل کې د فرمانونو او حکمونو د تعقيب رياست په کارکونکو بريد کوونکي پکې اعتراف کوي چې يادې ډلې ته د استخدام او روزنې لپاره پاکستان ته غوښتل شوي وو او له هغه ځايه د هرڅه پلان ورکول شوی وو.
په اعترافاتو کې هارون نومی ځان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی معرفي کوي، عبدالکبير ځان د مزار شريف اوسېدونکی معرفي، او بل بيا محمد رسول د تاجکستان اوسېدونکی دی چې درې واړه اعتراف کوي پاکستان ته د روزنې او استخدام لپاره غوښتل شوي وو.