بلوڅ بېلتون پالو په دې وروستيو کې پاکستان کې له پراخو بريدونو سره هم مهاله په ښکاره توګه د «زراب» په نوم د خپلې استخباراتي ادارې د جوړولو اعلان وکړ.
بلوڅ بېلتون پالو چې په وسله واله مبارزه کې د پاکستان حکومت پر وړاندې يوه بريالۍ ډله حسابېږي، له تېرو څو مياشتو راهيسې یې د پاکستان په مختلفو ځايونو کې پراخ فدايي، چريکي، او مخامخ جګړې وکړې چې لسګونه پاکستاني پوځيان یې مړه او ټپيان کړي، چې د شنونکو په وينا د يادې ډلې له لوري د استخباراتي ادارې اعلانول د دوی په پياوړي کېدو دلالت کوي.