Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي معاونیت: د کابل جلال اباد لویې لارې د دویم لاین سړک د جوړولو چارې پیل شوې
    افغانستان

    اقتصادي معاونیت: د کابل جلال اباد لویې لارې د دویم لاین سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    عمران آغاعمران آغا26 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک‏ د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.

    له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي: په دغو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر هېوادوالو ګډون کړی وو.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا برادر په همدې مناسبت جوړ شویو مراسمو ته ویلي، د کابل – جلال اباد‏ د لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کم واټن یو له بل سره نښلوي.

    ښاغلي برادر اخوند دخپلو خبرو پر دوام ویلي، دغه سړک د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر اساس د کابل جلال اباد پر لویه لاره د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي.

    ښاغلي برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې سره ویلي؛ د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ټرافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.

    ښاغلي ملا عبدالغني برادر همداراز د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي. ‏

    د یادونې وړ ده چې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي.

    مخکینۍ مقالهله ايران څخه اسرائيلي رسنيو ته د ويډيو يا انځور لېږونکی شخص په لس کاله بند محکومېږي
    راتلونکي مقاله نيمروز کې د ولايتي روغتون جوړولو چارې ۹۸ بانډ بشپړې شوي

    مربوطه لیکنې

    ننګرهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه اوبو لاندې کړي

    7 اپریل 2026

    د سالنګونو او کابل–جلال‌آباد لویې لارې لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې دي

    7 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 اپریل 2026

    ننګرهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه اوبو لاندې کړي

    ‏د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي ویلي،…

    لکي مروت کې د پاکستاني پولیسو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې

    7 اپریل 2026

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره ورځ یې په جلا-جلا بریدونو کې ۱۸ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    7 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ننګرهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه اوبو لاندې کړي

    7 اپریل 2026

    لکي مروت کې د پاکستاني پولیسو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې

    7 اپریل 2026

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره ورځ یې په جلا-جلا بریدونو کې ۱۸ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    7 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.