د ايراني معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تیرې یوې اونۍ کمپاین په دوام کې د بهرنيو وګړو له لوري۲۰ زره ۸۹۶ سرغړونې ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۱۱۹۳۰ قضیې د غير قانوني کډوالو دي چې له سعودي عربستان ایستل شوي هم دي، ۵۶۴۹ قضیې د سرحدونو د امنيت اړوند او ۳۱۷ نورې قضیې د کار له قوانینو څخه د ښکاره سرغړونې په تړاو ثبت شوي.
د ياد اژانس راپور د سعودي عربستان چارواکو له قوله ليکلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې همدا شان ۱۳۷۴ نور کسان نیولي چې په ناقانونه توګه یې د دغه هېواد خاورې ته د ننوتو پلان درلود چې له ډلې یې ۴۳ سلنه د یمن او ۵۵ سلنه یې ایتوپیایان دي.
د راپور له مخې سعودي ويلي چې ۱۰۷ تنه نور یې په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې له اجازې پرته له هېواده ووځي، او همدا راز دغه وزارت ویلي چې ۲۴ سعودي وګړي یې هم د مهاجرینو د غیر قانوني اوسیدو او کارموندنې په تور نیولي دي.