د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د چين په بیجینګ کي د کرنې پرمختګ او فقر کمولو نړۍوال کنفرانس ته په وینا کې افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او له ګډونوالو یې افغانستان کې د کرنې په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
په یاده ناسته کې ښاغلي عثماني افغانستان کې د مخدره توکو کرکیلې بندېدو ته په اشارې له نړیوالو افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.