Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د واخان د کوریډور په تړاو د شر او فساد رسنیزې ډنډورې
    لیکني

    د واخان د کوریډور په تړاو د شر او فساد رسنیزې ډنډورې

    صابر افغانصابر افغان5 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په دې ورستیو کې د شر او فساد ډلې او د طالبانو د حکومت ضد کړۍ غواړي عامه اذهان را وپاروي یا خلکو ته تشویش واچوي، نو محض پوچ تبلیغات کوي.

    په کېمپونو کې پراته د علم، پوهې او اسلامي فکر ضد عناصر چې ولس رټلي او هیڅ خبره یې دلته ځای نه نیسي یو ډول غواړي د افغانستان د تمامیت په ضد خوله خلاصه کړي.

    دا ډله خلک د مختلفو سایټونو، خبري اژانسونو او خواله رسنیو تر شا ناست پروژیان دي.

    اوس یې په کمپيوټر جوړه شوې جعلي نقشه فوټوشاپ کړې او د واخان سر یې د افغانستان له تنې غوڅ کړی او د پاکستان له نقشې سره یې یوځای کړې او بیا یې ورسره تبلیغاتو او رسنیز پوښښ ته زور ورکړی چې طالبان د یوې پټې معاملې په ترڅ کې د واخان دهلیز پاکستان ته ورکړی.

    د واخان په کوریډور د 1402 کال په اواخرو کې کار پیل شو چې د خامه سړک د جوړولو چارې یې د طالبانو د کلیو او بیارغاونې وزارت له لوري ترسره کېږي او د سړک اساسي رغولو مسولیت یې د چین لخوا په غاړه اخیستل شوي.

    په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر محمد یونس اخندزاده ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به ددې سړک د اساسي رغولو چارې مخ ته یوسي.

    واخان د افغانستان د غرور ککرۍ ده ترڅو چې د یو افغان په تنې سر سلامت پاتې وي د افغانستان سر به سلامت وي.

    طالبان د داسې ننګینو معاهدو تاریخ نه لري او نه یې د شرم داسې کوم تاریخ پریښی دی چې له امله یې افغانان سرټيټي شي.

    له غرب څخه د راغلو شریرو عناصرو ژوند او سیاست په ننګینو معاهدو او تړونونو ولاړ وو؛ په افغاني، اسلامي او پښتني روایتو یې سودا وکړه؛ په دومره لویو جنګونو کې یې نه خپل نوک ژوبل کړ او نه یې د اولادونو پوزه وینې شوه، بس د مظلوم ملت په وینو یې ډالري اکاونټونه وپړسول له وطنه یې فرار ته ترجیح ورکړه.

    مخکینۍ مقاله‏د پنجشیر امنیه قوماندانۍ ویاند عابدالله فاروقی د یاد ولایت د عامه امنیت په اړه وایي چې: هیوادوال دې د خلکو په افواهاتو او دروغو نه غولېږي او خپل ذهنونه دې پرې نه خرابوي، مونږ هغوی(د شر او فساد لارویان) داسې نه دي ځپلي چې زمونږ امنیت ته بیا ځلې ګواښ شي.
    راتلونکي مقاله ایران له غرب سره د خپلو کړکېچونو په اوج کې نن سهار خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د…

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.