ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۵ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_مطیعالحق خالص: اقلیمي بدلون بشري موضوع ده، باید سیاسي نهشي.
۲_فطرت: د امریکا راتلونکی ولسشمر باید د افغانستان په اړه مثبت او واقعبینانه سیاست غوره کړي.
۳_کډوالو چارو وزارت: د ژمي تر راتګ مخکې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدوو.
۴_د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم يو لړ تازه ټاکنې شوې دي.
۵_خوست امنیه قومندانۍ: پولیسو یوتن د شاوخوا ۶۰۰ زره روپیو د غلا په تور نیولی دی.
۶_روان کال د کانونو په برخه کې د يو ميليارد او ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسليک شوي.
۷_د ملي تدارکاتو کمیسون له جوړېدو راهیسې د ۸۰ ملیارده افغانیو په ارزښت ۲۹۰ پروژې منظورې شوي دي.
- [ ] سیمه:
۱_ایران له غرب سره د خپلو کړکېچونو په اوج کې نن سهار خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې.
۲_روسیې روان کال د اوکراين جګړه کې جنګېدونکو څه باندې ۳ زره بهرنيو وګړو ته تابعيت ورکړی.
۳_د پاکستان پارلمان د لوی درستیز کاري موده چې پخوا درې کاله وه، پنځو کالونو ته لوړه کړله.
۴_بلوڅ وسله والو د بلوچستان په کولواه سيمه کې شپږ پاکستاني پوځيان وژلي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسرائيل له جګړې د تېښتې په حال کې؛ حماس غورځنګ ته یې د ميليونونو ډالرو وړانديز کړی. - [ ] نړۍ:
۱_نیویارک ټایمز: امریکایان په دې انتخاباتو کې اندېښمن او ډارېدلي دي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.