Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې ترمنځ اختلافات ولې ورځ په ورځ زیاتېږي؟!
    لیکني

    د شر او فساد ډلې ترمنځ اختلافات ولې ورځ په ورځ زیاتېږي؟!

    عمران آغاعمران آغا6 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    د شر او فساد ډلې تر منځ اختلافات ورځ تر بلې زیاتېدونکي دي، ځکه چې د دې ډلې اصلي هدف شخصي ګټې او د بهرنیو پروژو عملي کول دي؛ دا حالت د افغانانو تر منځ د اتحاد او ورورولۍ د له منځه وړلو او د نفاق د پراخولو لامل ګرځي، کوم چې د دوی اصل هدف هم همدغه دی؛ د دې ډلې مشران لکه احمد مسعود، عبدالرشيد دوستم، امرالله صالح، محقق، او نور… د بهرنیو جاسوسي سازمانونو د ملاتړ، پیسو او د ډلې د مشري تر لاسه کولو په خاطر پر يو او بل انتقاد کوي.

    نصرت اقبال چې د شر او فساد ډلې یو مهم غړی دی؛ په یوه تویټر سپېس کې د احمد مسعود په اړه څرګندونې کړې؛ هغه احمد مسعود ته د “فریبکار” او “دروغجن” لقب ورکوي.

    نصرت اقبال زیاتوي چې:«احمد مسعود خپلو پلويانو ته ویلي چې افغان قومونه وښکنځي، پوچ او رد ورته ووايي؛ تر منځ یې نفاق خپور کړي».

    همدا راز نصرت اقبال څرګندوي چې:«د احمد مسعود او د هغه ماما د پیسو په سر یو له بل سره په جنجال کې دي.» دا حالت او څرګندونې د دې حقیقت څرګندونه کوي چې د شر او فساد ډلې مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره د قومونو تر منځ تعصب او نفاق ته لمن وهي.

    په دغسي کړنو سره دوی غواړي د افغان ولس تر منځ نفاق او تعصب خپور کړي؛ دوی د پښتون، تاجک، ازبک، او هزاره قومونو تر منځ شخړې ته لمن وهي، هر یو د بل مخالفت کې ولاړ دي؛ د پنجشیري، فاریابي، مزاري، او نورو سیمه ییزو نومونو باندې يې هم ځانونه تقسیم کړي دي او هم د ولس د وېشلو هڅې کوي.

    بل طرف طالبانو د واک ته له رسېدو سره د تعصب د ختمولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي؛ طالبان هڅه کوي چې ټول ولس د یوه مسلمان او افغان په توګه متحد کړي او د پښتون، تاجک، ازبک او سيمييز تعصب له منځه يوسي چې تر ډېره بریالي شوي هم دي.

    بهرني جاسوسي سازمانونه د شر او فساد ډلې ته د غربي پروژو د عملي کولو او د طالبانو په ضد جګړې کولو لپاره پیسې ورکوي چې د دې پیسو په سر د دوی تر منځ اختلافات رامنځته کېږي.

    د دې ډلې مشران په ځانګړې توګه احمد مسعود د خپلو شخصي ګټو د تر لاسه کولو لپاره خپل خلک د قومونو تر منځ نفاق او تعصب ته هڅوي؛ ورته وايي چې سوشل میډیا کې قومونه وښکنځئ، دوی هڅه کوي چې په دې توګه د غربي شوم اهدافو عملي کولو ته لاره پرانېزي؛ تر څو له بهرنیو جاسوسي سازمانونو څخه پرې پیسې واخلي.

    د دې ډلې ترمنځ د اختلافاتو یوه مهمه وجه د جعلي واک پر سر د جنجالونو زیاتېدل دي؛ په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې یوه لوېشت ځمکه هم په ولکه کې نه لري؛ نه هم وطن ته راتللای شي، نه هم په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې مزاحمت کولای شي؛ خو د مشرتوب او جعلي واک پر سر بهرنیو هېوادونو کې جنجالونه کوي.

    د شر او فساد ډلې هدف یوازې پیسه، واک او په سیمه کې د غربي ګټو خوندیتوب دی؛ دوی ته هیڅ فرق نه لري چې څوک پیسې ورکوي او کومې پروژې په سیمه کې پرې عملي کوي؛ دوی ته فرق نه ورکوي چې دا د افغان، مسلمان ولس او سیمې لپاره څومره خطرناکه کیدلای شي، بس د دوی یوازینی هدف واک او پیسې دي چې ورته د هر ډول عمل کولو لپاره تيار دي.

    افغان ولس اوس د دوی په دروغجنو شعارونو هیڅ باور نه لري؛ د بهرنیو جاسوسي کړیو د مالي مرستو په مرسته دوی د خپل موجودیت ساتلو لپاره د افغانانو تر منځ نفاق او د قومونو تر منځ تفریق پراخوي؛ خو الحمدلله چې تر ډېره په هر ډګر کې ناکامه شوي.

    د شر او فساد ډلې دغه حالت ته په کتلو ویلای شو چې د دوی آنلاین مقاومت به هم ډېر ژر ختم او دا ولس به يې له جنجاله خلاص شي؛ یو څوک چې د واک ترلاسه کولو مخکې په خپلو منځونو کې داسې اختلافات ولري، هغوی هيڅکله نشي کولی د یوه هېواد راتلونکی وټاکي؛ له دې امله هیڅ امکان نشته چې ولس دې په دوی باور وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امریکا ټاکنو ته د شر او فساد وروستۍ هیلې!
    راتلونکي مقاله سمنګانو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر مسؤلينو په هڅو د يوې ديارلس کلنې انجلۍ د جبري نکاح مخه نيول شوې

    مربوطه لیکنې

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 2 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن ورځ غرمه مهال، د يوه هدفي…

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.